X
تبلیغات
هار

هار

ادبي،کلتوري اومعلوماتي پاڼه

نيکمرغه کوچي اختراودافغانستان ٩٣ يمه کليزه مومبارک سه.

ګرانولوستونکو

                                                  اسلام عليکم ور حمة الله وبرکاة

هيله ده چي ښه وخت بۀ لرئ،اودنيکمرغه کوچي اخترته به موهم تياري نيولې وي.

په همدې هيله چي نيکمرغي اوخوشحالي به موپه برخه وي درته دنيکمرغه کوچني اختراودجانان افغانستان د٩٣يمي کليزي مبارکي درته وړاندي کوم.

هره ورځ مو داختراواخترموبختور

په مينه

دهارادبي اومعلوماتي پاڼي مسؤل

سيدآغاوطن يار- کندهار

اوداهم په هارکي اختريزشعرونه لنډي اوڅلوريځي

http://haar.blogfa.com/post/298/اختريزي-لنډۍ

http://haar.blogfa.com/post/299/اختريز-بيتونه-په-هارکي

http://haar.blogfa.com/post/300/اختريزي-اونوي-لنډۍ-په-هارکي

اوهمدارنګه په عمومي صفحه کي يې هم پيداکولاى سى.

http://haar.blogfa.com/

+ نوشته شده در  جمعه بیست و هفتم مرداد 1391ساعت 13:0  توسط  . (هار)   | 

اختر ته

 اختر ته

(شاعريې راته معلوم نه دى)

 مياشت شوه رابره

 اختر به راشي

 کلی لا لرې

 لاره ده ډېره

 کوڅې اوږدې دي

 دروازې ډيرې

 بخمل مې راوړ

 تور اوچکان دی

 شام لندن دی

 سپينه خوشبو ده

 شنه ارګندي ده

 خال زري شته

 ګز په څلويښت ساده تافته ده

 ***

 ستړی ستومانه

 خړو کوڅو کې

 سر په نارو يم

 په دروازو کې

 مياشت شوه رابره

 اختر به راشي

 يو بوډا ناست دی

 د جومات خوا ته

 لارې ته ګوري

 خاورو کې باسي

 په يو لرګي نري خطونه

 درې ورځې پاتې

 چې زوی يې راشي

 دروازې ډيرې

 کوڅې اوږدې دي

 ***

 چيټ بخمل دروند دی

 ګز لګومه

 دروازه خلاصه

 يو سور پړوني

 يو تک سپين لاس دی

 شين بخمل غواړي

 د ګڼ لپاره

 وايي لالا مې

 چورمې راوړي

 مياشت شوه رابره

 اختر به راشي

 ***

 کونډه لګيا ده

 لاس په پخڅه کې

 چې غاړې ورکړي

 يو بل تنور ته

 تنور په سل روپۍ خرڅيږي

 واړه نورګل ته

 يو ګز ټوټه ده

 نوره په کار ده

 مياشت شوه رابره

 اختر به شي

 ***

 بوډۍ لګيا ده

 ستنه په لاس کې

 واړه لمسي ته

 پايڅه پيوند کړي

 خړې کوڅې دي

 کلاوې ډيرې

 يو زلمی غلی

 د ديوال شاته

 پټ پټ روان دی

 بوخڅۍ په لاس کې

 يو څه نکريزې

 څه پتاسې دي

 يوه هينداره

 يوه رجړومه

 يو لونګين دی

 څلور پاولي دي

 د ويالې خوا ته

 يو لاس رااوږد شو

 يو شين څادر و

 يو سپين دسمال و

 دواړه په سنډو

 دي خامک شوي

 بوخڅۍ يې ورکړه

 څادر يې واخيست

 دسمال يې ورو ورو

 پر شونډو ښکل کړ

 يو پټ ديدن د مينې وشو

 مياشت شوه رابره

 اختر به راشي

 کلی لا لرې

 کوڅې اوږدې دي

 خدایه بخمل

 اوچکان خلاص کړې

 پنډ مې کړې سپک له کتانونو

 د ارګندي ګزونه لنډ شه

 شامي لندن اوږونه ورک شه

 کور مې ياديږي

 جانان په تمه

 زړه مې درزيږي

 مياشت شوه رابره

 اختر به راشي

 په ټوکو ټوکو

 ”نه يې پاولې شته

 نه د غاړې تاويزونه“

+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:26  توسط  . (هار)   | 

داخترخوند

 چندانې خوند خو دې اختره نه و

 سږ دې راتګ څه بې اثره نه و؟

 ډېر د ګلونو موسمونه تېر شول

 د ګل درک خو دې اینځره نه و

 موږه خو غم له ځانه و شاړه ډېر

 خو دا سپین سترګی په خبره نه و

 کلی خو هله و د کلي په څېر

 چې بې حجرې او بې ګودره نه و

 ولې مو بیا په بره منډه کړله

 دغه طوفان ته وا له بره نه و

 ملا صاحبه ستا خو هم دور و

 هغه خو هم بې شورو شره نه و

 که تا وېل عدل و خو بوی یې نه و

 که تا وېل دین و، خو له سره نه و

 فساد هغه هم و چې نور مو وژل

 که څه هم زموږه له نظره نه و

 څوک جنتي څوک دوزخي یادوې

 څوک خو راغلی له محشره نه

 مجيدقرار
+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:21  توسط  . (هار)   | 

اختر

اختر

 پيرمحمد کاروان

 موسکه شه جانانه ستا دمړواوښکوپه شان يم

 راشه زرغونټال مې شه نری نری باران يم

 

راشه دځلاندوسترګووالې توره شپه ده

 لاره رانه ورکه مسافردبيابان يم

 

 ښکل دې چې پرټنډه کړمه ښکل دې چې سجدې کړم

 خال مې کړه پرټنډه چې ددوو وروځوترميان يم

 

 ته زما اختر زما سبب دخوشحالۍ يې

 شين مې له خنداکړه يوماشوم غوندې ارمان يم

 

 جاردې له خنداشمه چې شين دې له خنداکړم

 ستاله برکته خودستوروډک اسمان يم

 

 ستا پرټنډه پريوتم پرځان مې شک پيداشو

 ګوره چې کاروان يم که ستاڅړيکه دپېزوان يم

+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:20  توسط  . (هار)   | 

اختر اختر شي

اختر اختر شي

زرلښت حافظ

 زما په اوښکو لمبيدلې اختر

 د مسافر زړه درديدلې اختر

 د ارمانو ډيوه لا تته سوزي

 سپيره قسمت نه قهريدلې اختر

 ****

 زه يې داوښکوپه سلګولمانځم

 د زړه په پټو تلوسو نمانځم

 وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه

 دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم

 ****

 د اختر ورځی سهارونه نشته

 هامازديګراو ماښامونه نشته

 وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه

 ها دزيارت ميله ځايونه نشته

 ****

 اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې

 زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې

 کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه

 تورماښامونه چې صبا ورک کړئ

 ****

 شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري

 ملالی هيلی مې  نغمی نه لري

 د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي

 ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري

 ****

 څوک دانګريز په پل قدم اخلي

 څوک داسلام په نوم درهم اخلي

 هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي

 مالدار په غيږه کې صنم اخلي

 ****

 غريبان هم ډير ارمانونه لري

 الله هم وايي چې دوې زړونه لري

 يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور

 هر  مسلمان دغه فرضونه لري

 ****

 خو ای زما د وطن ښکلي خلکو

 پښتو، غيرت کې  نازولي  خلکو

 دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي

 سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو

 ****

 مونږه اسلام په نوم مذهب لرو

 اختر برات ته يې  عقيدت لرو

 راځئ چې وګورولعلونه په کې

 مونږه اختر کې ډير عزت لرو

 ****

 مرور درومې دپخلا په لوري

 مين ديدن غواړي ليلا دلوري

 زه مسافره هم دغه لاره څارم

 که اختر راشي  داشناله لوري

 ****

 زما په سترګو کې ليمه پښتنو

 په ټول جهان خواره واره پښتنو

 زه د اختر مبار کې وايمه

 د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو

 ****

 خوښي دې راشي کورپه کورتاسوته

 سوله دی راشي په هر لور تاسو ته

 زه زرلښت تل دغه سوالونه کوم

 دسولې ژوند ته ارمانونه کوم

+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:16  توسط  . (هار)   | 

اختر راغلی دی

اختر راغلی دی

زرلښت حافظ

 چا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دی

 سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی

 ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې

 نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی

 تازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابو

 خيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دی

 ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې

 ارمان يې ديدنونو ته د دلبر راغلې دی

 تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه

 نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې  دی

 ګلونه د انارته  دوکی  له باغه   راوړه

 ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی

 لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجه

 اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی

 شيرنه دزرلښت په افسانو کې به را ياد شئ

 نن بيادفرهادتوره چې په سرراغلی دی

 
+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:15  توسط  . (هار)   | 

ماته په اختر کې

ماته په اختر کې

زرلښت حافظ

 ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه

 لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه

 بيا  د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه

 ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه

 ****

 ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم

 سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم

 بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو

 بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم

 ****

 بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو

 بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو

 بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې  به جنډه تړم

 بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو

 ****

 خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم

 سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم

 بيا به د زرلښت په ارمانو باندې  سوګند کوم

 ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم

+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:15  توسط  . (هار)   | 

داختر ورځې

داختر ورځې

زرلښت حافظ 

 اختريم  ستا دکلي کور جانانه

 بياګل ميلې ته کوم زورجانانه

 ستاغريبانو ته پيغام  ورکوم

 درليګم زړونوته يوشورجانانه

 ****

 منم اخترغوندې اختر نه يمه

 غمجنوزړوته  خوږخبرنه يمه

 دمجبورې نه يوالحام درکوم

 مساپروسترګو ته نظرنه يمه

 ****

 مورجانې پورته کړه نن بيالاسونه

 داختر ورځ کې ددوعا لاسونه

 ټول خپه زړونو ته خندا وغواړه

 هغه دسولې ژوندون بيا وغواړه

 ****

 چې اختروکې ميندې بوري نه شي

 هديري تګ ته بيا مجبورې نه شي

 په سره نکريزوکړي سره بيا لاسونه

 ښکلې به  ښکاري  ددوعا لاسونه

 ****

 په ټول دونيا کې اې درانه پښتانه

 دحفيظ سترګوکې ليمه پښتانه

 داختر ورځونه  الحام  واخلئ

 دزرلښت ګل سره جانان واخلئ

+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:12  توسط  . (هار)   | 

دزرلښتي حافظ يواختريزشعر

 دزرلښتي حافظ يواختريزشعر


   زه د اختر مبارکي وايمه

 په ټول جهان خواره واره پښتنو

 دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته

 دژوند ډګر کې ازموده پښتنو

 دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ

 دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو

 سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته

 دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو

 شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه

 دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو

 زما لاسونه ددوعا نه ډک  دي

 د(زرلښت )سترګو کې ليمه پښتنو

 خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته

 سوله دې راشي په هر لور تاسي ته

 دپښتنو خويندو دعا ده اختر

 دمسافر زړه تمنا ده اختر

+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:11  توسط  . (هار)   | 

اختريزي اونوي لنډۍ په هارکي

                                                             اختريزي اونوي لنډۍ په هارکي 

http://haar.blogfa.com/



کوچنۍ خوري خپه نه سې

زه به اخترګوانتاناموکي تېرومه

 

زمااخترته جامې نسته

دکلي نجونوکړي نوي لباسونه

 

دسرپوړنى مي شلېدلى

وروره اخترکي ستاڅادرپه سره ومه

 

داخترپه سره جوړه کي ولاړه

ديارپرقبرباندي شمعي بلوينه

 

قاتل دميني په مخ راغى

ورځ داخترده ورته غاړه ورکومه

 

اختردهغه چااختروي

چي شپې اوورځي په وطن کي تېروينه

 

ورونواخترته خويندي بوتلې

بې ورونوخويندي دېوالوته ناستي دينه

 

اخترچي راسي خويندي ژاړي

:-ورونه مي بل وطن کي شپې سباکوينه

 

په کندهارکي دارواج دى

نجوني په هراخترلاسونه سره کوينه

×××

اختر نږدې دى ياره راشه

مباركي به يو بل ته وركوونه

 

اختر نږدې دى روژه لاړه

ليلى به چا ته سرې منګولې ښكاروينه

 

اول روژه وي بيا اختر وي

په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه

 

اختر په ټوكو ټوكو راغى

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويزونه

 

اختر په ورځ دې ځان سينګار كړ

څوك دې په زړه دي كه ډډه وهې ټالونه

 

اختر يوه لويه خوشالي ده

چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه

 

اختر زما په نصيب نشته

زه د وصال په تمه ستا يم مړ به شمه

 

اختر له تاسره ښاييږي

نور خلك خوشې د اختر هوس كوينه

 

اختر پرون تېر شو عالمه

د بغداد دو كوترې نن راغله سېلونه

 

اختر پرون وو پرون تېر شو

د دامان كوترو نن سره كړه لاسونه

 

اختر په وخت د ګلو راغى

زما نازك زړګي نه خيژي فريادونه

 

اختر ته ځكه خوشالېږم

چې مرور جانان به ما پخلا كوينه

 

اختر ته ځكه خوشالېږم

چې مسافر اشنا مې كلي ته راځينه

 

اختر ته ډېره خوشاليږم

زما د يار وعده اختر دى رابه شينه

 

اختره! تل تر تله اوسې

زه د الله په در كې دا دوا كومه

 

اختره! تل تر تله اوسې

چې د بېلتون په كور تر مرګه وي ويرونه

 

اختره! څنګه به خوشال شم

چې مې په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه

 

اختره! څومره بختور يې

چې دوه ياران يو بل ته غېږې وركوينه

 

اختره! ستا خوشالي څه كړم

زه د بېلتون د لاسه اور كې ستي شومه

 

اختره! شكر دى چې راغلې

په انتظار درته له ډېرې مودې ومه

 

اختره! ډېر دې احسان مند يم

چې مرور اشنا مې بياغېږ ته راځينه

 

اختر چې تېر شي بيا به راشي

دا د ځوانۍ عمر به بېرته نه راځينه

 

اختر خو راغى يار مې نشته

د خندا ډكه خوله به چا له وركومه

 

اختر د جونو مبارك شه

زنړۍ د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه

 

اختر د واړومبارك شه

كه مسافر وي كه د يار له څنګه وينه

 

اختر د واړو مبارك شه

زه به خپل سره لاسونه يار ته وركومه

 

اختر دې تا ته مبارك شي

چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه

 

پر ما هغه ورځ اختر ده

چې شيرين يار مې د ډولۍ په مخ كې ځينه

 

پېزوانه خندا هوسېږه

سبا اختر دى پاس په شونډو به دې وړمه

 

پېزوانه زېرى مې درباندې

سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه

 

پېزوانه كوز شه اوبه وڅښه

سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه

 

ته د اختر په سبا راشه

زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه

 

چې اختر راشي موزي پټ شي

چې اختر تېر شي موزي بيا راښكاره شينه

 

چې مازيګر شي ښكته لمر شي

په چا اختر شي څوك د غم ژړا كوينه

 

ځه اختر په سبا راشه

زه به دروځم تورې ستركې سره لاسونه

 

خاونده ژر تر ژره اختر كړې

چې د عاشقانو سره وشي ديدونه

 

خلك اختر له جامې مينځي

زه په ګولو ويشتلى زړه ټكورومه

 

خلك اختر له كالي مينځي

زما جامې د يار په بوى دي نه يې مينځمه

 

خلك به وايي چې اختر دى

پر ما خو نه دى چې له ياره جدا يمه

 

خلك د اختر په ورځ ديدن كړي

زما قلم كاغذ په لاس بېديا ته ځمه

 

خلك كالي كوي اختر دى

زه د شهيد جامې په خوا كې ګرځومه

 

خلكه! زما به څه اختر وي

چې بېلتانه راته خيمې وهلي دينه

 

خلكه! زما به څه اختر وي

انبار غمونه بېلتانه راكړي دينه

 

خلكه! زما به څه اختر وي

چې بېلتانه په سر سر تور تړلى يمه

 

د اختر شپه د هغې زار شه

په كومه شپه چې سر ديار په څنګل ږدمه

 

د اختر ورځ د خوشالي ده

يار مې مېلمه دى د زړه غوښې ورته ږدمه

 

دا نمر زېړۍ وخت مازيګر دى

په چا اختر دى څوك د غم ژړا كوينه

 

د روژې هر ماښام اختر دى

ټوټې ټوټې د پېشلمي د لاسه يمه

 

د غم اختر د غم سيلونه

د غم بازار دغم سودا په كې كومه

 

زما اختر به څه اختر وي

په داسې ورځ چې زه جدا له ياره يمه

 

زما د زړه ارامه راشه

په تمامي جهان اختر پر ما غمونه

 

سبا اختر دى خوشالي ده

زه به بې ياره خوشالي څه كړمېنه

 

سبا اختر دى يار مې نشته

د ګاڼې ډكه به د چا غېږې ته ورځمه

 

سالو يې دوه رنګه په سر كړو

په چا يې اختر كړو چا له يې وركړل ډېر غمونه

 

شپه د اختر وه كه د قدر

چې د اشنا سره مې وشوه ديدونه

 

عالم اختر كا جامې وينځي

زه به هاله اختر كوم چې يار له ځمه

 

عالم اختر كا جامې وينځي

زما اختر به د ديدن په ورځې وينه

 

كه دې اختر په شپه رانغلې

نصيب دې مه شه د لنډې زنې خالونه

 

مخ دې قمر شغلې د لمر كا

په چا اختر كا څوك د غم سودا كوينه

 

مياشت د اختر ښكلى ښكاره شوه

ربه اوس تږى د جانان د ديدن يمه

 

ورځ د اختر ده نور څه نه دي

په سره جوړه كې راته شنه له خندا شينه

 

يو د اختر په سبا راشه

زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه

 

په سپينه خوله كه روژه ماته

د كفارت روژې به دواړه ونيسونه

 

په سين كې زر كـښتۍ لاهو كړه

سبا اختر دى د خپل يار سلام له ځمه

+ نوشته شده در  پنجشنبه بیست و ششم مرداد 1391ساعت 12:8  توسط  . (هار)   |